نړیوالو ځواکونو د ویستلوغوغا شا ته، د چا لاس دی ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

دا خبره چې د ایساف او ناټو ځواکونه دې بې قیدو شرطه له افغانستانه ووځي ، څه مهال راهېسې د ټاکلو کړیو لخوا په خورا لیوالتیا وړاندې کیږي . پوښتنه دا رامخته کیږي چې کومې کړۍ دا ډنډورې خپروي او د کومو موخو لپاره ؟

ایا دغه کړۍ ددې واک لري چې د افغان ملت پرځای خبرې وکړي او ځان ددې ملت استازي وبولي ؟

د ایساف او ناټو د ځواکونو وتل د افغان ملت ، ددې ځواکونو او ملګرو ملتو خپلمنځي خبره ده او که نورې کړۍ هم په دې خبرو کې واک لري ؟

مذهبي سخت دریځه تنظیمي ډلې چې د اشغال غوغا يي پورته کړې او د هېواد د خپلواکۍ په سوز کې خپلې سیني څیروي ایا ریښتیا لږ تر لږه دوی هم د بهرنیانو له هراړخیز ملاتړ څخه خپلواکه او ازاد دي ، ایا دوی دا غوغا پخپل سر کوي ؟

اوس ددې مهال رسیدلی چې دا او دې ته ورته پوښتنې د افغانانو لخوا حلاجي شي او ددې ترشا د هغه چا لاسونه ښکاره او څېرې بربنډې شي چې موخه يي خپلې شومې ګټې او په درواغو او چلوټو سره ځانونه د افغانانو خواخوږي راپېژني .

دا د لمر پشان څرګند حقیقت دی ، نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتو د هوکړې او په تېره بیا افغانستان لپاره د بن کنفرانس د پریکړو له مخې زموږ هېواد ته راغلي او راتګ يي بيخي قانونمند دی. ددې ځواکونو د راتګ موخه څرګنده او هغه له افغانستان او سیمې څخه د القاعده ، طالبانو او نورو ترهګرو جارو کول دي. همدارنګه دې ځواکونو دا موخه هم درلوده چې د مجاهدینو ــ طالبانو پلاس د افغانانو ړنګ شوی حاکمیت بېرته ورغول شي . د وخت غوښتنو سره سم ملي اردو ، پولیس او د ملي امنیت څانګې رامنځته شي . دا ملي امنیتي هستې پیاوړي او غښتلي شي چې ددې ځواکونو د وتلو په مهال وړتیا ولري ترڅو افغاني حاکمیت وساتلای شي او افغانستان بېرته د ترهګرو په ځاله او ټاټوبي بدل نشي . همداراز د ترهګرو له شرغوبل څخه نه یوازې افغانستان ، بلکې ګاونډ اوسیمه هم پاکه شي او په دې توګه لویدیځ هم د ارامې سا واخلې او د ترهګرو له ګواښونو بېغمه او خوندي شي .

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل د یوه پاکستاني خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې ویلي و «  ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تیاره شوې ډوډۍ ده چې باید وخوړل شي »  نوموړی په مرکه کې وړاندې ځي او وايي «  پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي  » حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب کوي او وايي « سپېڅلي مجاهدين پوهيږي چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى  ، نه پاکستان .»

همدارنګه د پاکستان پخواني دولتمشر پرویزمشرف چې  یو وخت ماسکو ته په سفر تللی و ، د « ګازیتا » نادیژداکورواکوووا ورځپاڼې له خبریال سره په مرکه کې ویلی و چې دی ( مشرف ) به  د کرملین د چارواکو سره له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو خبره راپورته کړي .

د پنجاب نورو برحالو چارواکو هم له خپله واکه پورته ، له افغانستانه د نړیړالو ځواکونو په وتلو  وخت ناوخت ټينګار کړی او هڅه يي کړې له دې لارې ساده زړي افغانان تېرباسي ، د اسلام او جهاد په نوم یو ځل بیا دوی ووژني او هېواد يي بیا په رغونې او جوړونې پسې ړوند کړي .

بلخوا د ایران دولتمشر محمود احمدي نژاد چې د ۱۳۸۹ کال د کب میاشتې په ۱۹ مه  يي کابل ته سفر کړی و ، افغان ولسمشر حامد کرزي سره يي په یوې خبرې ناسته کې د نړیوالو دودیځه دیپلوماتیکه اړیکو پرخلاف ویلي و « ترڅو چې افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري ، سوله نشي راتلای » نوموړي همدارنګه سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه ناکامه او یوه تېروتنه بللې وه .

افغانستان کې ایران پلوه ډلې ټپلې او ګوښي کسان يي « هم به نال میزند وهم به میخ ! » دوی هم  ایران سره د تړاو له کبله د لویديځ په وړاندې ډنډورې غږوي او هم د ځان له کبله له لویدیځه ډالر او چوکۍ اخلي !  

طالبان هم هر اختر او برات د تش په نوم اسلامي امارت له عنوانه اعلاميي خپروي او هغو کې نړیوالو ځواکونو ته ګواښونه کوي او د ای ایس ای په مټ په افغانستان کې د نوي او پنجابي اسلام او جهاد په دعوې سره خپل هېواد ویجاړوي او خپل هېوادوال وژني .

د طالبانو په روستۍ اعلامیه کې چې د افغانستان په اړه د امریکي د رغول شې ستراتیژۍ په تړاو خپره شوې لولو «  « د افغانستان لپاره د اوباما اعلان شوې ستراتیژي نه یواځي دا چې په پوځي ډګرکې  ناکامه وه بلکې  په ملکي او اداري برخو کې یې هم هیڅ  لاسته راوړنه نه درلوده  او د دغه ستراتیژۍ له اعلانه را په دېخوا تر نن پورې افغانستان کې د امریکایانو ټول پروګرامونه له شکست او فضیحت سره مخ دي »

په دغه اعلامیه کې دوه ټکې د پاملرنې وړ دي : په پوځي ډګر کې که افغانستان بریالي شي نو بیا د پنجاب اردو چې طالبان او القاعده يي د لومړيۍ لیکې سرتېری دي ، ماته شوې ده . نو ځکه پنجاب په ټول ځواک او شرارت جنګیږي چې د افغانستان په سنګر کې مات نشي . همدارنګه ملي کادرونه هم دوی پخپل لاس وژني ترڅو دولت په ملکې او اداري برخو کې بري ونه لري او دوی ته د داسې اعلامیو د خپرولو دروازې پرانیستې وې . دا ډول اعلاميي يي د رسنیو جګړه ده .

دویم ټکی چې نور هم په زړه پورې او خندنی دی دا دی چې اعلامیه د اسلامي امارت له نومه له داسې ځایه خپریږي چې پته نلري . طالبان اعلاميي له پنجابه خپروي ، خو پته پرې له ډاره نشي لیکلای . دوی ځان ډېر زورور بولي لکه څنګه چې يي د اعلاميي له متن څخه ښکاري ، خو پخپل دومره زور سره هم هومره کمزوري دي چې د خپل امارت پته نشي ښکاره کولای !

فقط سړی به وايي د پخوانیو او زړو روایاتو له مخې ، دوی اوس هم په ۲۱ مه پيړۍ کې د دیوانو او پیریانو له پاچاهۍ غږیږي . ادرسونه او پتې يي پيریانو ته ورته ښکاري ؛ لاپې شاپې او د زور ښکرونه يي دیوانو ته ورته !

په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان اسلامي ګوند د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان ګازو د نللیکې د غځېدو تړون په اړه خپره کړې ، بیا هم په یوه برخه کې لولو « دا وضاحت باید وکړو چې دا ملاتړ او مرسته په هیڅ توګه د اشغالګرانو پر ضد زموږ په روان مسلحانه مقاومت څه اغیز نه کوي . زموږ د مجاهدینو بریدونه به د مخکې په څېر او تر هغو زیات پر اشغالګرانو دوام کوي . زموږ هوښيار، مؤمن او خداى پال مجاهدين پوهېږي، چي د چا په ضد وسله وکاروي او د چا په ضد نه، کوم کار وکړي او له کوم کار ځان وساتي، د هغوى د توجه اصلي محور هغه ځواکونه دي چي افغانستان یې نيولي، په افغانانو بمونه وروي او غواړي د خپلي خوښې نظام او لاس پوڅى حکومت زموږ پر هېواد مسلط کړي، زموږ مؤمن مجاهدين له هغو چاودنو او بريدونو ډډه کوي چې افغان ولس ته مرگ ژوبله اړوي يا ملي تاسيساتو ته زيان رسوي.»

دلته هم اسلامي ګوند د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله کرکه د پخوا پشان په ټینګار سره بیانوي او غواړي افغانانو ته وځلوي چې لویدیځ سره په دوښمنۍ کې ګوندې د هېواد ملي ګټو ته ژمن دی . لویدیځ سره دوښمنی د اسلامي ګوند پخپله خوښه او اراده  نه ده . اسلامي ګوند دا دوښمني له بدې ورځې کوي . که نن ورته لویدیځ په تېره بیا امریکې د سر په اشارې هم ست وکړ ، اسلامي ګوند به لغړ د امریکې په غیږ کې ورولویږي . اوس هم دغه دولت کې چې دا ګوند يي د لویدیځ لاسپوڅی ګڼي ، ډېرې څوکۍ دې ګوند ته په برخه رسیدلي .

د پرنسیب له مخې کله چې اسلامي ګوند د ګازو نللیکه افغانستان او سیمې ته ګټوره بولي او د نللیکې په ملاتړ يي غږ پورته کړی او په ساتنه يي هم ځان ژمن بولي ، یو ملي اقدام ګڼلای شو . افغانان به بیا هم خوښ اوسي چې د ا ګوند د افغانانو د وژلو او هېواد له ورانولو لاس واخلي ، دهېواد ابادي او د افغانانو سوکالي خو لا پرځای پریږده !

له خیره مو توبه ده ماما ، سپي دې رانه کورې کړه ( وشړه ) !

دلته نه غواړم ددې ګوند په روستۍ اعلامیه ډېر وپيچم یوازې دوه درې خبرې يي د بېلګې پتوګه رااخلم :

ګوند په اعلامیه کې وايي : « ايران ترننه په افغانستان کې د جنگ او ناامنيو پر دوام کومه پانگونه کړې، او په تېرو کلونو کې يې وطن پلورونکو ډلو ته پيسې او وسلې لېږلي دي او هغوى یې جگړو ته هڅولي دي موخه یې همدا وه، واشنگټن په داسي حال کې په دې اړه د ايران مرسته کړې ده چي د رسنيو په کچه د ايران د مخالفت ادعاء کوي، دا په داسي حال کي ده چي افغانستان یې د ايران او روسيې لپاره فتح کړى او د هغوى مستعمره یې ترې جوړه کړى، د پاکستان نا اهلو حکومتونو هم داسي تگلاره غوره کړې وه چي تل یې گټه تهران او مسکو ته رسېدلې ، نږدې وو چې له ايران سره هغه تړون لاسليک کړي چي ايران د هغه لپاره دا څو کاله په افغانستان کي د جگړو اور بل کړى، غوښتل یې د پاکستان له لارې د ايران گاز هند ته انتقال شي.»

که چيری د لویدیځ همکاري افغانستانه سره چې اسلامي ګوند اوس هم د هغه په وړاندې د جهاد نارې وهي نه وايي ، ایا افغانستان په یوازې ځان د سراښو ګاونډیانو لکه ایران او پاکستان په شتون کې دا نللیکه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته غځولای شوه ؟ ښکاره ده چې نه  ، لکه چې د دې ګوند د اعلاميي په یاده شوې برخه کې « نږدې ووچې له ایرانه سره هغه تړون لاسلیک کړي » هم دغه مطلب ته اشاره شوې .

اوس هم که په نللیکه کې پاکستان ته د ګاز لیږد او د پاکستان د ګټو خبره نه وای  په دې صورت کې بیا هم اسلامي ګوند ، نه د نللیکې په ساتنه ځان ژمن ګاڼه او نه يي په دومره تفصیل سره افغانستان ته ددې نللیکې ګټې بیانولي !

د جنګلک د فابریکې او د ننګرهار کانال اوسپنې ، موټرې او ډول ډول وسایل ، د ننګرهار د قول اردو وسایل ، حتی دبریښنا او د تلیفون مزو پورې پنجاب ته وچلول شول . څه وشول چې یو دم دې ګوند ۱۸۰ درجې تغيير وکړ ، په سیمه او نړۍ کې د اسلامي خلافت د ټينګولو له مفکورې څخه تېر شو او د افغانستان ملي ګټو ته يي پام شو . د ښو او ملي کارونو ترسره کولو لپاره اوس هم ناوخته نه دی ، پخوانی او زوړ حساب به سره بیا کوو .

خو بیا هم اسلامی ګوند د افغانستان اساسي مسایل لکه سوله ، امنیت ، ملي واکمني او اداره ، اقتصادي ګټې او ملي سیاست د  پنجاب په عینکو کې ګوري او تفسیروي يي . که دا ګوند ځان له پنجابه خپلواک کړي او د مذهبي سخت دریځۍ او توندلارۍ پرځای ملي او معتدل سیاست خپل کړی خپل مخ سپينولای شي . نورجهادي ــ مافیايي تنظیمونه لکه د رباني جمعیت او نظارشورا ، د سیاف ډله ، د محقق او خلیلي ډلې ټپلې خو تر ستونې پورې په هېواد پلورلو او افغان وژلو کې لا اوس هم لګیا دي او په سیالۍ سره یوله بله مخته کیږي . د دوی په وړاندې هم عینې لار پرته ده .

 د هیڅ افغان نه خوښیږي چې بهرنیان دې ورته هېواد وساتي !

که مافیايي ــ جهادي ډلې ټپلې له واکه ورکې شي ، هلته امنیت راتلای شي او بهرنیو پوځیانو ته اړتیا نه پېښیږي چې افغانستان کې دې پاتې وي !

هغه روشنفکران چې ددغو مافیايي ــ جهادي ډلو په لکۍ پورې نښتي دي او ددوی په غوغا او ډنډورو کې ورګډ دي ، سخته اشتبا او له افغان ملت سره جفا کوي . 

افغانستان اوس هم خپلواک او ازاد دی ، پخوا هم ازاد او خپلواک و او په راتلونکې کې به هم ازاد او خپلواک وي، خو ددغو مافیايي ډلو لخوا لوټې لوټې او دړې وړې شوی دي ، باید ابادۍ او ودانۍ ته يي مټې رابډ وهو !

که افغانان سره خپلو کې یو موټی شوو او د هېواد امنیت پخپلو اوږو واخلو ، ځانته به مو ژوند بخښلی وي او بهرنیانو ته هم د وتون خوندي لار !

اخځونه :

ــ افغان جرمن انلاین ، تاند او ځينې نورې بریښپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د ډیسمبر ۲۲ مه


December 22nd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات